طالبانو د فرخندې وژنه »شومه دسیسه« وبلله
الجـــــــهاد فی سبیل الله
طالبانو د فرخندې وژنه »شومه دسیسه« وبلله
ساعت 12:2 | بازدید : 1661 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )


افغانستان
برچسب‌ها: هغې ښځې وژنه په کلکه غندلې چې تېره اونۍ د کابل د شاه دوشمشیره په زیات کې ګڼو پاریدلو خلکو تر وژلو وروسته په اور وسوځوله , د طالبانو ویاند د یوې اعلامیې په ترڅ کې نوموړې پيښه »شومه دسیسه« بللې او زیاته کړې يې ده چې دوی له قرآن کریم څخه دغه راز ناوړه استفاده اود یو بې ګناه انسان وژنه په کلکه غندي , نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ذبیح الله مجاهد ویلي:»اسلامي امارت دغه راز شومه دسيسه جوړول، له قرآن کریم څخه دغه راز بده استفاده کول او بیا يوبې ګناه انسان يې په نتیجه کې وژل په کلکو ټکو غندي،اوکورنۍ ته یې تعزیت وایې« , ښاغلي مجاهد ویلي چې له امریکايي »اشغال« سره جوخت هیواد ته په زرګونو داسې اشخاص راغلي چې هڅه کوي د اسلامي شعایرو په وړاندې افغان ولس بې پروا کړي، دښمني ورسره وکړي او سوچه اسلامي احساسات یې مجروح او بدنام کړي , طالبانو په ولس غږ کړی چې د اسلامي مقدساتو پر خلاف توطیو ته متوجه اوسي او پرینږدي چې »د دغه راز کړنو لپاره زمینه مساعده شي تر څو د اسلام دښمنه کړیو لپاره اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي« , د طالبانو ویاند هغو کسانو ته د سختې سزا ګواښنه کړې چې په دغې پیښه کې یې لاس درلودلی او په وینا یې د شخصي هدف لپاره یې بې ګناه ښځه وژلې ده , »د دغې پيښې په اړه موږ ژمنه کوو چې د امکان پهصورت کې به اصلي عاملينوته چې د دغې بي ګناه ښځې د مرګ سبب شول، خلک يې د خپل شوم غرضلپاره راوپارول او دقرآن کریم له حرمت څخه يې پهشخصي موضوع کې سوء استفاده وکړه سخته سزا ورکوو، ترڅو دنورو دا ډول ناوړه پيښو د مخنیوي سبب شي« , خو طالبانو په عین حال کې دا هم څرګنده کړې چې که چیرې کوم وخت رښتیا هم د اسلامي مقدساتو د توهین هڅه کیږي نو بیا دا د ملت مسلم حق بولي چې د خپلو مقدساتو ټینګه دفاع وکړي , د طالبانو د اعلامیې په پای کې راغلي:»البته داخبره باید روښانه کړو چې زموږ ملت مسلمانملت دی، که کومه کفرپالې کړۍ هڅه وکړي چې واقعا د اسلامي مقدساتو په وړاندې ګستاخانه حرکات ترسره کړي بیا موږ دا د خپل ملت مسلم حق بولو چې دخپلو مقدساتو څخه کلکه ننګه وکړي« , باید وویل شي چې فرخنده یوه اونۍ وړاندې د کابل په شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو له خوا د قرآن سوځونې په تور ووژل شوه، چارواکو په پیل کې نوموړې لیونۍ وبلله خووروسته يې دولتي او ازادو سرچینو د روغتیا او بې ګناهۍ تایید وکړ , د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې فرخنده د پولیسوتر نظر لاندې او د هغوی په همکارۍ وژل شوې، دغه سازمان غوښتنه کړې چې باید په پیښه کې ککړ پولیس محاکمه شي , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


مطالب مرتبط با این پست










می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 29
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 38
بازدید ماه : 537
بازدید کل : 68850
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 29
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 38
:: بازدید ماه : 537
:: بازدید سال : 5824
:: بازدید کلی : 68850